ملګري ملتونه: په لاتيني امریکا او کارابين سيمې کې له ۱۰۰ ميليونو ډېر خلک صحي خواړه نه لري
CMG2023/01/20 11:22:32
شريکول:

ملګرو ملتونو د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د ۲۰۲۲م کال د لاتینې امریکا او کارابين سيمې د خوندي خواړو او تغذیې راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د دې سيمې ۲۲.۵ سلنه نفوس يعنې ۱۳۱ ميليونه او ۳۰۰ زره خلک د صحي خواړو د اخيستلو توان نه لري.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کرنيز پرمختګ نړیوال صندوق، د پان امریکا روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام لخوا په ګډه خپور شوی  دی.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۰م کال کې په لاتيني امریکا او کارابين سيمې کې د هغو خلکو شمېر، چې صحي خواړو ته لاسرسی نه لري، د ۲۰۱۹م کال د ورته شمېر په پرتله ۸ ميليونه زياتوالی ښيي او زياتوي، چې دغه حالت د دغو هېوادونو د عوايدو په سويې،د بېوزلۍ او ټولنيزې نابرابرۍ پورې اړه لري.

 (ژباړه: شکريه)