چیني رضاکارانو په پاکستان کې د افغان کډوالو زده کوونکو ته وړېنې جامې ورکړې
CMG2023/01/20 10:22:02
شريکول:

د چين او پاکستان د ځوانانو تګ راتګ ګروپ یو شمېر غړي د جنورۍ په اتلسمې نېټې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په جنوب لوېديځ کې د افغان کډوالو يوه کېمپ ته ورغلي او هلته يې د لومړنيو ښونځيو زده کوونکو ته ۱۱۰ وړين کوټونه ورکړي دي.

د چين او پاکستان د ځوانانو تګ راتګ ګروپ په پاکستان کې د چيني او پاکستاني ځوانانو رضاکارانه سازمان دی، چې د بېوزلو خلکو لاسنیوی کوي.‌

د چين او پاکستان د ځوانانو د تګ راتګ ګروپ مسؤل ما بین خبري رسنيو ته ويلي، چې ياد ګروپ له ٢٠١٣مکال راهيسې په پاکستان کې د افغان کډوالو کېمپونو ته ډېره پاملرنه کړې او په منظمه توګه يې په دغو کمپونو کې د افغان زده کوونکو لپاره د اړتیا وړ توکي او په ځانګړې توګه ښوونيز توکي برابر کړي او د دوی د ژوندانه شرایطو د ښه کولو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.

د يادونې ده، چې په اسلام اباد کې د کډوالو دغه کمپ په ٢٠١٠م کال کې جوړ شوى، چې اوسمهال شاوخوا ٧٠٠ کورنۍ پکې مېشتې دي.