د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ايران له بهرنيو چارو وزير عبداللهيان او د ازبکستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير بختيار سيدوف سره ټليفوني خبرې اترې کړې دي.
چين ګانګ له خپل ايراني سیال عبداللهيان سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې د ايران له کوښښونو ملاتړ کوي او غواړي له ايران سره په ګډه د نورو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په ګډون نړيوال اصول، د پرمختيايي هېوادونو ګټې او نړيوال عدالت او انصاف وساتي.
دواړو سیالانو د ایران پر اټومي مسئلې هم د نظر تبادله کړې ده.
چين ګانګ له خپل ازبکستاني سیال بختيار سيدوف سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له ازبکستان سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې مهمې اجماع د عملي کولو او د خپلمنځي ګټورو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او ښې پايلې تر لاسه کړي.
نوموړي ويلي، چې هېواد به یې د ازبکستان د پرمختګ د خپلواکې لارې ملاتړ ته دوام ورکړي او په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره به ټينګ مخالفت وکړي.
د ايران او ازبکستان بهرنيو چارو وزيرانو خپل نوي چيني سیال ته د خارجه وزير د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې او له چين سره يې د همکاريو د پياوړتيا، د مشرانو د مهمې اجماع د عملي کولو، په بېلا بېلو مسايلو کې د مرستو د دوام او د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختګ لېوالتيا ښودلې ده.
(ژباړه: شکريه)