د روسیې بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف د چین او روسیې اوسنۍ اړیکې د تاریخ تر ټولو ښه او غوره مدار کې بللې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۹مې نېټې رسنیو ته د سيرګي لاوروف د يادې څرګندونې په اړه ويلي، چې د چين او روسيې اړيکو د مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې نوې لاره موندلې، چې له مخې يې دواړه ستر هېوادونه نيک ګاونډيتوب لري او ګډې همکارۍ ساتي.
وانګ ون بين ويلي، چې د چين او روسیې اړيکو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولي او د نړيوالې حکومتوالۍ د اصلاحاتو په هڅولو کې يې ښه او رغنده رول لوبولی دی.