د تايلنډ لومړي وزیر د سوی کال د پسرلني اختر په لمانځغونډې کې ګډون وکړ
CMG2023/01/20 14:12:20
شريکول:

د  تايلنډ په راچابوري ولايت کې چې ګڼ شمېر چينايان پکې اوسېږي، د جنورۍ په ١٩مې نېټې د پسرلنې اختر د لمانځنې پار ځانګړی فعاليت ترسره کړی دی.

د  تايلنډ صدراعظم پريوت چان اوچا د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې او چيني سيلانيانو ته يې تود هرکلی ويلی دی.

نوموړي ويلي، چې تايلنډ او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، په بېلا بېلو برخو کې ژورې همکارۍ کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

نوموړي زياته کړې، چين په دې وروستيو کې د کرونا وبا ضد تګلارې تنظيم کړي او تايلنډيان د چيني سيلانيانو ورتګ ته سترګې په لار دي.

 (ژباړه: شکريه)