د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې، د چین د وارداتو او صادراتو اندازه ۴۲۳۸،۲ میلیارده یوانه وه
CMG2023/01/20 10:22:55
شريکول:

 

د چین د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې د جنورۍ په ۱۹مې نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال پهډسمبر کې د چین د مالونو او خدمتونو د وارداتو او صادراتو اندازه ۴۲۳۸،۲ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه کموالی ښيي او په دې جملې کې د مالونو د سوداګرۍ مثبت توازن يې ۴۰۲،۲ ميليارډه يوانه او د خدماتو د سوداګرۍ کسر يې ۷۶،۵ مليارډه يوانه ښودل شوی دی.

که ياد حساب په امريکايي ډالرو تبادله شي، نو ویلی شو، چې د تېر کال په ډسمبر کې د چین د مالونو او خدمتونو د صادراتو اندازه ۳۲۶،۸ ميلیارډو ډالره او د وارداتو اندازه يې ۲۸۰،۱ ملیارډو ډالره وه او د سوداګرۍ مثبت توازن يې ۴۶،۶ ميلیارډوډالرو ته رسېدلی و.