چین د کرونا وبا ضد مبارزې کې د نړۍ لپاره کوم خدمتونه کړي؟
CMG2023/01/20 16:22:51
شريکول:

د جنورۍ له ۸مې نېټې راهيسې ۱۱ورځ کېږي، چې چین د کرونا وبا ضد  تدبیرونه تعديل او نرم کړيدي .د چین د روغتیا ملي کمېټې مالومات ښيي، چې د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او سيمو کې د کرونا وبا سخته څپه تېره شوې او خلک يې ګام په ګام د ارام او خوشحاله ژوند په لوري روان دي.

د چین په ګوټ ګوټ کې هره خوا ګڼه ګوڼه تر سترګو کېږي او ډېر چیني سیلانیان بهرنیو هېوادونو ته هم په سفر وتلي دي، چې دا د کرونا وبا ضد مبارزه کې د چین د علمي تدبیرونو ښه ښکارندويي کوي.

چین په تېرو درېیو کالونو کې د خپلو وګړیو د خوندیتوب او روغتیا د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې لپاره يې هم اغېزمن خدمتونه کړي دي. کله چې کوويډ-۱۹ خپله لمن د نړۍ پر ګڼو هېوادونو خوره کړه، نو هممهاله یې بدلې بڼې يا ډلټا ويروس هم پر نړۍ منګولې ښخې کړي.

چين د نړۍ حالاتو ته په کتو، په کوردننه د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په پار جدي تدبیرونه ونیول او پر وړاندې يې د مبارزې عمل ډګر ته را ودانګل.

کرونا ويروس د خپرېدو په درشل کې څو ځلې بڼې بدلې کړې او ګام په ګام يې خپل زور له لاسه ورکړ.

چين د کرونا وبا د بڼې بدلون، د وبا ضد د مبارزې حالاتو او د کنټرول او وقايې کارونو د ارزونې پر بنسټ اړوند تدبیرونه تعديل او  تنظیم کړل.

د نړیوال اقتصادي فورم رئیس بورج برېنډې ویلي، چې د چین د کرونا وبا ضد د تدبیرونو تعديل او تنظیم به نه يوازې د دغه هېواد اقتصاد د سمسورتيا په لوري بوځي، بلکې د نړیوال اقتصاد احیا او سمسورتيا به هم په خوځښت راولي.

 چین په تېرو درېیو کالونو کې له نړیوالې ټولنې سره د کرونا وبا اړوند شفاف او رڼه مالومات شریک کړي او د دې وبا د مخنیوي او وقايې او د واکسینونو توليد او څېړنې علمي بنسټ يې برابر کړی دی. شمېرې ښيي، چې د چین روغتيا ملي کمېټې په تېرو درېیو کالونو کې له روغتیا نړیوال سازمان سره څه باندې ۶۰ ځلې تخنیکي تبادلې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر الهام تدریس په دې وروستیو کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخې کې د چین د کوښښونو لوړه ستاینه کړې او له بېجينګ څخه يې مننه کړې، چې له اوږدې مودې راهيسې يې له دغه سازمان سره مرسته کړې او د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې مالومات يې ورسره شریک کړي دي.

په چین کې د الجزاير سفیر حسني رابیهي څو ورځې مخکې رسنيو ته ویلي، چې زياتره پرمختيايي هېوادونه په يوه قطار کې ولاړ دي او ورته احساسات لري، خو چین د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د الجزایر په شمول ډېرو پرمختیايي هېوادونو ته د واکسینونو په ګډون زیاتې مرستې برابرې کړي او پر مټ يې خلک له کرونا وبا څخه خوندي وتلي دي.

چین تر اوسه څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته له ۲.۲ میلیارډو زیات د کرونا وبا ضد واکسینونه برابر کړي، له ۱۵۳ هېوادونو او ۱۵ نړیوالو سازمانونو سره يې د څو سوو میلیارډو وقایوي توکو مرستې کړي او ۳۴ هېوادونو ته يې ۳۸ طبي ډلې ليږلي دي او همدا چارې يې د کرونا وبا ضد روانې مبارزې کې د عملي ګامونو ښه څرګندويي کوي.

ځينو لوېديځو هېوادونو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې زورواکي وښوده او د دې وبا پر وړاندې نړيواله مبارزه یې په شا وتمبوله، چې له امله يې ګڼو هيوادونو کې خپره شوه، خو چین نړیوالې ټولنې ته د کرونا وبا ضد په مبارزې کې د یووالي او باور غږ پورته کړ او همدا چاره يې ستر اهمیت لري.

چین په تېرو درېیو کالونو کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په ورته وخت کې ثابت اقتصادي پرمختګ هم ساتلی دی. د چین د تېر کال د اقتصاد عمومي اندازه له ۱۲۰ زرو میلیارډو یوانو څخه پورته وه، چې دا د وړم يا ۲۰۲۱م کال په نسبت ۳ سلنه زیاتوالی ښيي. کارپوهان په دې اند دي، چې سږ کال به د چین اقتصاد چټکه وده وکړي او سمسورتيا به یې تر ډېرو هېوادونو ورسيږي.

چین په تېرو درېيو کالونو کې ورخلاصون او پرانیستنه پراخه کړې او د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځیر د ثبات د ساتلو لپاره يې اغېزمنې هڅې کړې دي. د چین د تېر کال د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له ۴۰ زرو میلیارډو یوانو څخه اوښتی و، چې دا د وړم يا ۲۰۲۱م کال په پرتله ۷.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

چین په تېرو درېیو کالونو کې د نړۍ لپاره ډېر کوښښونه او خدمتونه کړي، چې څوک پرې سترګې نه شي پټولی.

کرونا وبا اوس هم په ګردې نړۍ کې په خپرېدو او د بحران اغېزې يې څرګندې دي او بېلا بېل هېوادونه باید د دې وبا پر وړاندې د مقابلې کوښښونه وکړي. د چين اقتصاد اوس د احیا او سمسورتيا په حال کې دی او هرومرو به د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې او د نړیوال اقتصاد د خوځښت لپاره رغنده رول ولوبوي.