شي جين پینګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا د پسرلني اختر لمانځغونډې ته وينا وکړه
CMG2023/01/20 16:23:31
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د جنورۍ د ۲۰ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د پسرلني اختر لمانځغونډه ترسره کړه.
په يادې لمانځغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ هم ګډون کړی و.
نوموړي يادې لمانځغونډې ته په وينا کې د کونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د چين د دولتي شورا په استازيتوب د هېواد د بېلابېلو قومونو خلکو، د هانکانګ او مکاو  ځانګړو اداري سيمو او تايوان وطنوالو او په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو چيني اتباعو ته د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي وويله او ټولو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين تېرېدونکی”پړانګ“ کال د کمونېست ګوند او هېواد د پرمختګ په تاريخ کې ډېر مهم وباله او ويې ويل، چې ټولو ګوندي غړو، پوځيانو او د هېواد بېلابېلو قومونو په روان کال کې له ستونزو سره سره بيا هم په يووالي هڅې کړي او په فعالې روحيې، پياوړي عزم او استقامت يې د سوسياليزم د عصري کېدو د ابادۍ نوې پاڼه اړولې ده..
نوموړي سوی په چيني کلتور کې د ځيرکتيا او هوښياري، مهربانۍ، ارامۍ او سوکالۍ سمبول وباله او ويې ويل، چې راتلونکی ”سوی“ کال به د هېواد د ارامۍ، سوکالۍ، ښېرازۍ او سمسورتيا نښې ورکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې په راتلونکي سوی کال کې ټول چينايان په تېره بيا ځوانان د سوی په شان فعاله روحيه وښيي، په چټکۍ پرمختګ ومومي او په بېلا بېلو مسلکونو او چارو کې خپلې وړتیاوې څرګندې کړي.