د چین سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو به ډېر ژر له خپل استراليايي سیال فاریل سره خبرې وکړي
CMG2023/01/20 10:24:00
شريکول:

 د سوداګرۍ نړیوال سازمان د وزیرانو غونډه د جنورۍ په ۱۹مې نېټې د سويس په داووس کې تر سره شوه.‌

د چين او استراليا د سوداګرۍ استازو د یادې غونډې په ترڅ کې لېدنه کړې او په سوداګريزو چارو يې خبرې اترې کړې دي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو او د استراليا د سوداګرۍ وزير دون فاريل به په نږدې راتلونکي کې ويډيويي لېدنه وکړي او په سوداګريزو چارو به خبرې اترې وکړي.