ځيني امريکايي سیاستوال پر بندیز لګونې روږدي دي
CMG2023/01/20 11:35:31
شريکول:

د امريکا د استخباراتو ملي ادارې مشر اوريل هاينس د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د داووس د اقتصاد نړيوال فورم کې ويلي، چې چین د نړۍ په اقتصادي چارو کې ژور ښکېل دی او که لويديځ هېوادونه پرې د روسيې ضد ورته بنديزونه ولګوي، نو دا به پر بېجينګ زيات اغېز وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۹مې نېټې رسنیو ته د اوريل هاينس د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې ځيني امريکايي چارواکي پر بندیز لګونې روږدي دي او دا عمل يې عادت ګرځېدلی دی.

وانګ ون بین ويلي، چې ځيني امريکايي چارواکي اقتصادي او تخنيکي مسائل د وسلو او وسیلو په توګه کاروي او داسې کړنې يې د نړۍ سوله او ثبات ننګوي.

امريکايي خبريالانو د واشګنټن له زورواکۍ پرده پورته کړې او هر څه يې په ډاګه کړې دي. امريکايي سیاستوال يوازې د ځان په ګټه او د نورو په تاوان چارې ترسره کوي، خو نړيوال له داسې کړنو سره چې په نړۍ کې د ګډوډۍ سبب ګرځي، مخالفت کوي.