د ارجنټاين ولسمشر: ارجنټاين او چين د خپلمنځي اړيکو او همکاريو د ژورولو لوی پټ توان لري
CMG2023/01/21 15:29:54
شريکول:

د ارجنټاين ولسمشر البیرټو فيرنانديز په دې وروستیو کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې ارجنټاين او چين د خپلمنځي اړيکو او همکاريو د ژورولو په برخه کې لوی پټ توان لري.

نوموړي د شي جين پينګ د هغو خبرو ستاینه کړې، چې ښې اړيکې واټن له منځه وړي او د هېوادونو ترمنځ پیوستون راولي.

ولسمشرالبیرټو فيرنانديزپه مرکې کې له چيني حکومت څخه مننه کړې، چې له ارجنټاين سره يې په سخت وخت کې مرسته کړې ده.

نوموړي د شي جين پينګ د نړیوال پرمختګ وړانديز او د نړيوال امنيت وړاندیز هم ستايلي او دا يې د نړۍ لپاره ډېر ګټور وړانديزونه بللي دي.

د نوموړي په اند، د یادو وړانديزونو موخه د څواړخيزتوب پياوړي کول دي او د هر هېواد ملي حاکميت او ځانګړتياوو ته پکې درناوی شوی دی.

البیرټو فيرنانديز په خبرو کې ويلي، چې کله د کرونا وبا ضد واکسین تازه تولید شو، نو د نړۍ ۹۰ سلنه واکسين يوازې ۱۰ سلنه خلکو ته ورکړل شو او دغه وضعيت يې غیر عادلانه بللی دی.

نوموړي ويلي، چې چين د واکسين په برخه کې له ارجنټاين سره مرستې کړي او هم د لاتینې امريکا له هېوادونو سره يې ډېرې مرستې کړې دي.

فيرنانديز په دغې مرکې کې چينايانو ته د چين د پسرلني جشن په پار مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې چين دومدار پرمختګ وکړي او نور هم سمسور شي.