په کابل کې د پسرلني اختر د پېژندنې هنري فعاليت او د دوستۍ کړکۍ مخ کتنه وشوه
CMG2023/01/21 19:36:40
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو مرکز پښتو څانګې او اکسوس ګروپ په کابل کې د جنورۍ په ۱۹مې نېټې د پسرلني اختر د پېژندنې هنري فعاليت او د دوستۍ کړکۍ کتاب د مخ کتنې غونډه ترسره کړې ده.

په نوموړي فعاليت او غونډه کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د بهرنيو چارو وزارت، کرنې وزارت او کانونو وزارت چارواکو، مشهور پوهانو، ليکوالانو او خبريالانو په شمول څه باندې ۵۰ مېلمنو ګډون کړی و.

په دغه فعاليت کې د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۳م کال پسرلني اختر د هنري نندارې د پېژندنې لنډې ويډيوګانې او (( د چين نوی مزل)) په نوم د لړيزو مستندو فلمونو ۲ ويډيوګانې نندارې ته وړاندې شوي، چې مېلمنو ته يې د چين جذاب عنعنوي کلتور او د چين د نوې زمانې د اقتصادي، ټولنيزې او کلتوري پرمختګ کېسې وړاندې کړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخو کې يې د چين د لاسته راوړنو مالومات ورسره شريک کړي دي.

د دوستۍ کړکۍ کتاب د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې غوټۍ او مشهور افغان ليکوال صفي الله ناصري له خوا په ګډه لیکل شوی دی

په دغه  کتاب کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، په نوې زمانې کې د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ، د چين د کلتور، ايکولوژيک تمدن، ساينس او ټېکنالوژۍ او د کليوالو او کرنيزو چارو د سمسورتيا په شمول غني مالومات ليکل شوي دي.

د غونډې  ګډونوالو په  خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين ورخلاصون او چټک پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به افغانستان ته ښه فرصتونه برابر کړي. د غونډې برخوالو د نوموړي کتاب او دغه فعاليت ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې په ياد کتاب کې د چيني کلتور او د چيني شکله عصري کېدو په اړه مالومات وړاندې شوي او هنري  فعاليت يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره مهم ګام بللی دی. ګډونوالو د پسرلني اختر په وياړ چينايانو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

عکسونه:

په غونډه کې د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د هنري نندارې د پېژندنې ويډيو د نندارې په حال کې ده.

((د چين نوی مزل )) مستند فلم د نندارې په حال کې دی.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال رفيع الله نيازي غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چين لوی هېواد دی او پر سيمې او نړۍ اغېزې لري او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به يې د افغانستان د پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي او د دوستۍ کړکۍ  افغانانو ته د چين د پېژندنې لوری روښانه کړی دی. 

د پوهنتون استاد عبداللطيف آرش په خپله وينا کې ويلي، چې د دوستۍ کړکۍ به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د چيني چارو مسوول عمران ذکريا چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي ويلې ده.

مدني فعال الياس وردګ چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي وړاندې کړې ده.