د نړۍ پر لويو فلمي او ټلويزيوني پردو د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د پېژندنې ويډيوګانې خپرې شوې
CMG2023/01/21 21:12:04
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د چين د پسرلني اختر په وياړ د ماښامنۍ هنري نندارې د پېژندنې ويډيوګانې جوړې کړي او په دې وروستيو  کې يې د نړۍ پر ۱۶۰۰ لويو او فلمي پردو او د بېلا بېلو مشهورو ودانيو مخې ته پر ټلويزيوني پردو ننداره کړي او نړيوالو ته يې د دې هنري نندارې پیغام ليږدولی دی.

د چین ميډيا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې د پېژندنې ويډيو په لومړي‌ ځل د امريکا د نيويارک او واشينګټن په شمول د ۵ لويو ښارونو پر ۷۲۲ فلمي پردو نندارې ته وړاندې شوې ده او دا هم لومړی ځل دی، چې دغه ويډيو د نيويارک ټايمز ډګر او امپيري سټېټ ودانۍ او د وانکوير کاناډا ډګر کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

چين ميډيا ګروپ له تېرو مسلسلو ۴ کالونو راهيسې د نړۍ تر ټولو لوړه وداني (( خليفه برج )) د پسرلني اختر په وياړ پر رنګينو څراغونو پوښي، د يادې هنري نندارې د پېژندنې ویډيو له مسلسلو ۳ کالونو راهيسې د دوبۍ په نړيوال هوايي ډګر کې نندارې ته وړاندې کوي او په نړۍ کې ټولو مېشتو چينايانو تهد پسرلني‌ جشن مبارکي وايي.

چین ميډيا ګروپ به د پسرلني اختر په موده کې دملګرو ملتونو د امريکا په مقر کې د دغه اختر د هنري نندارې فعاليتونه تر سره کړي او د مسکو د ښاروالۍ په ټياټر او د جنوبي افريقا په مانډېلا  ډګر کې به یاده هنري ننداره په ژوندۍ بڼې خپره کړي او يو لړ فعاليتونه به تر سره کړي.