د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس سرمنشې ريبيکا ګرينسپن د اقتصاد نړیوال فورم د ۲۰۲۳م کلنۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د چین پرمختګ او ورخلاصون نړۍ ته زيری ورکړی او د خلکو هيلې يې غوړولې دي.
نوموړې ويلي، چې چین او امريکا په نړیوال اقتصادي سيسټم کې مهم رول ولوبولی او د پرمختيايي هېوادونو لپاره مهم ارزښت لري.
ګرينسپن زياته کړې، چې د چين د یو کمربند او يوې لارې وړانديز به د پرمختيايي هېوادونو توليدي توان لوړ کړي او دغه وړانديز یې د پرمختيايي هېوادونو د صنعتي کېدو او د توليدي جوړښت د بشپړوالي لپاره ډېر ګټور بللی دی.