نن يعنې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۱مه نېټه د چين د کرنيز کال له وروستۍ ورځې سره برابره ده. د چين ميډيا ګروپ د همدې نېټې د ماښام په اتو بجو د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې مېشتو چينايانو ته د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره وړاندې کوي.
همدا اوس ياده هنري ننداره په ژوندۍ بڼې خپريږي او سلګونه ميليونه کتونکي يې د تلويزيون او يا ټولنيزو رسنيو له لارې ننداره ګوري.
دغه ننداره په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال کې خپره شوه او په تېرو مسلسلو۴۰ کالونو کې د هر کال د وروستۍ نېټې په ماښام په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په نړۍ کې د نورو نندارو په پر تله ډېر کتونکي لري او د ګېنز نړيوالو ريکاډونو په کتاب کې هم ثبت شوې ده.
د چين دولتي تلويزيون سي سي ټي وي په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال کې د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره جوړه او خپره کړه او وروسته د هر کال د يادې نېټې د ماښام په وخت خپره شوې او اوس یې لېدنه د چينايانو دود ګرځېدلی دی.
چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې د جوړولو په بهير کې د مفکورې، هنر او ټېکنالوژۍ پر اصل ټينګار کړی دی.
چين ميډيا ګروپ د چين له غوره کلتور، د خلکو له رښتيني ژوند او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له تمدنونو ځلاند ټکي او مهم موضوعات ترلاسه کړي او د عصري هنري تخنيکونو او نوې ټېکنالوژۍ په مټ يې د ۲۰۲۳ م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره جوړه کړې، چې پکې يې د سندرو او نڅاوو، اوپراګانو او ووشو په ګډون مختلف پروګرامونه وړاندې کړي دي.
په سږنۍ ماښامنۍ نندارې کې د وي ار (VR) په شمول نوې ټېکنالوژي کارول شوې ده.
د ښايسته پروګرامونو عکسونه
((د پسرلني اختر د ماښمانۍ هنري نندارې او کتوونکو کيسه)) فلم
د نندارې وياندان