چين: د خلکو تګ راتګ ګام په ګام په زياتېدو دی
CMG2023/01/21 15:09:49
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د جنورۍ په ۲۰مې نېټې يوې مطبوعاتي‌ غونډې ته ویلي، چې چين څه موده مخکې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول نوي تدبیرونه او د خلکو د تګ راتګ لپاره لنډمهاله تدبیرونه اعلان کړي، چې په بهیر کې يې په دغه هېواد کې کرونا وبا ښه کنټرول شوې او د تګ راتګ په برخه کې د خلکو شمېر هم ګام په ګام په زياتېدو دی.

نوموړي ويلي، چې په دې وروستيو کې د چين ټولنيزې او توليدي چارې عادي مدار ته ګرځيدلي او ډېر چينايان غواړي بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

وانګ ون بين زياته کړې، په جين کې د سفر لنډمهالو تدبیرونو د پلي کېدو په بهیر کې د خلکو تګ راتګ عادي او منظم روان دی او بهرنيو هيوادونو ته د چين د سیلانۍ دروازه پرنېستل شوې او هم چينايان ليواله دي، چې نورو هيوادونو ته سفرونه وکړي.

د چين د سيلانيزو تصديو چارې په چټکۍ مخ په ښه کېدو روانې دي.