د چین ټولنې بې ساری خوځنده ځواک ښودلی
CMG2023/01/21 15:43:23
شريکول:

 چينايان د پسرلني اختر په موده کې تګ ـ راتګ پېلوي او دا په نړۍ کې د سفرونو لويه څپه بلل کيږي.

د چين حکومت څه موده وړاندې د کرونا وبا د مخنيوي او وقایې تګلارې کې بدلونونه راوستل او نوي نرم تدبیرونه يې اعلان کړل.

د چين پسرلنی اختر په پېل کېدو دی او چينايانو هم پس له درې کلن ځنډ وروسته فعال رتګ راتګ بيا پېل کړی دی.

شمېرې ښيي، چې په چين کې د جنورۍ له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې په اورګاډيو، موټرونو، کښتيو او الوتکو کې ۴۸۰ ميليونو خلکو تګ راتګ کړی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷،۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين پسرلنی اختر په پېلېدو دی، چينايانو تګ راتګ پېل کړی او ټولنې يې بې ساری خوځنده ځواک ښودلی دی.

ځينې لوېديځې رسنۍ وخت په وخت د چين د سمسورتیا او ژوندۍ منظرې پر وړاندې بې ځايه وړاندوينې کوي او وايي د چين حکومت د وبا د مخنيوي تګلارې د تعدیل لپاره تياری نه دی نيولی او پسرلني اختر ښايي په دغه هېواد کې بیا د وبا سختې څپې راپورته کړي.

معلومه نه ده، چې لوېديځې رسنۍ دا وړاندوینې د کوم اصل په بنسټ خپروي، خو خلک اوس پوهيدلي، چې د دوی دغه پروپاګنډ د چینایانو او نړیوالې ټولنې له اصلي نظریو سره څرګند توپیر لري. که چین چمتو نه وي، نو ولې اوس په دغه هېواد کې د رسټورانټونو مخې ته په اوږدو قطارونو کې خلک ولاړ وي،‌ شرکتونه په کار بوخت دي او بهر ته د چيني سیلانیانو شمېر کې څرګند زياتوالی راغلی دی؟ د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر رسنۍ د چین د بدنامۍ لپاره په واقعیتونو او حقیقتونو سترګې پټوي او په خپلو فکرونو بې بنسټه محاسبې او څرګندونې کوي.

چين د تېر کال په پای کې د وبا د مخنيوي تګلارې کې بدلون او سمون راوستلی او عمده چارې يې د وبا له مخنيوي څخه طبي درملنې ته اړولې دي.  

چين په ډېرې چټکۍ د طبي تشخیص او درملنې سیسټم بشپړ کړی، په ټولو سیمو کې يې د طبي ادارو ظرفیت پیاوړی کړی او په روغتونونو کې يې د جدي ناروغانو بسترونه ډېر او د درملنې تجهیزات زیات کړي دي.

 د چین مالیې وزارت په دې وروستیو کې په يوې خبرتیا کې د روغتیا د ساتنې او د سختو ناروغیو د مخنیويغوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د چين اړوندې ادارې باید د وبا د مخنیوي او کنټرول د اړینو لګښتونو د تضمین لپاره هڅې وکړي.

 د چين حکومت په کليوالو سيمو کې کمزورو طبي سرچېنو او د پسرلني اختر په موده کې د خلکو د تګ راتګ زياتوالي ته پام اړولی او د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يې کليوالو سیمو ته لومړیتوب ورکړی دی. دغه راز د چين حکومت څو ورځې مخکې ځانګړی کاري پلان خپور کړی او په کليوالو سيمو کې يې د مشخصو وګړو د روغتيايي خونديتوب د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. اوسمهال د چین د ښارګوټو په طبي مرکزونو او د کلیوالو سیمو دطبي خدمتونو په مرکزونو کې د کلينيکونو د تنظيم کچه ۹۸،۸ سلنې ته رسېدلې ده.

برسېره پردې، په چين کې د هر ښارګوټي طبي مرکز لږ تر لږه يو امبولانس لري او ناروغان په وخت روغتون ته ليږدولی شي.

د چین حکومت د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکوي او د وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره ساینسي او دقیق اصول څاري او عمل پرې کوي. 

د لوېديځو رسنيو سترګې تعصب ړندې کړي او پر حقیقتونو سترګې پټوي او د چین د وبا د مخنيوي او کنټرول تګلارې په اړه پروپاګند خپروي او کرکېجن راپورونه ورکوي.
  د بریتانیا د اقتصادي چارو کارپوه جون روس وايي، ځينې لوېديځې رسنۍ د چين په اړه بې بنسټه راپورونه ورکوي او د دوی دغه چاره يې خطرناکه بللې ده. 

د چین پسرلنی اختر او يا نوی کال به ډېر ژر پېل شي.

چين د کرونا وبا پر وړاندې درې کاله سخته مبارزه وکړه او ډېرې هڅې يې کړې دي، چې پر مټ یې اوس په هېواد کې چارې عادي مدار ته ګرځيدلې دي.