روسیې د جنورۍ په ۲۱مې نېټې، د چين د پسرلني اختر د را رسېدو په پار په پلازمېنې مسکو کې د اوستانکينو ټليويزيوني څلی په سور رنګ پوښلی دی.
د اوستانکينو ټليويزيونی څلی په اروپا کې تر ټولو لوړه وداني ده او دا لومړی ځل دی چې د چين ميډيا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې نښه پرې انځور شوې ده.
د اوستانکينو ټليويزيوني څلی په ۱۹۶۷م کال کې جوړ شوی او لوړوالی يې ۵۴۰.۱ مترو ته رسيږي.
دغه ودانۍ د نړۍ د ۵۰۰ مترو لوړو ودانيو په شمېر کې راځي او په اروپا کې تر ټولو لوړه ودانۍ بلل کيږي.