د نيويارک د امپيري سټېټ ودانۍ پر لویې پردې د چین ميډيا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې د پېژندنې ويډيو ننداره شوه
CMG2023/01/21 15:08:41
شريکول:

د چین ميډيا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې معرفي ويډيو په لومړي‌ ځل د امريکا د پلازمېنې نيويارک د مشهورې امپيري سټېټ ودانۍ پر لويې پردې ننداره شوه.

د يادې هنري نندارې د معرفۍ ويډيو د جنورۍ د ۲۰مې نېټې په ماښام د امپيري سټېټ ودانۍ پر لويې پردې خپره شوې ده.

امپيري سټېټ ودانۍ د نيويارک پر پنځمې لویې لارې د ټلويزيون لويه پرده لګولې وه او د چين د پسرلني جشن د هنري نندارې معرفي ويډيو يې پکې خپره کړ ده. د امريکا د رسنيو يو شمېر خبريالان هم يادې ودانۍ ته د هنري نندارې د معرفۍ ويډيو کتلو ته وربلل شوي وو او په اړه يې راپورونه چمتو کړي دي.