د چين زرغون پرمختګ د نړۍ په دواملرونکي پرمختګ کې رغنده رول لوبولی
CMG2023/01/21 15:13:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۲۰مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د چين د سپين کتاب (( په نوې زمانې کې د چين زرغون پرمختګ)) په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن د مفکورې په رڼا کې د زرغون پرمختګ پر لارې ټينګار کړی او د نړۍ د ايکولوژيکې ابادۍ مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی پاتې شوی دی.

وانګ ون بين ويلي، چې د چين زرغون پرمختګ د نړۍ په دواملرونکي پرمختګ کې رغنده رول لوبولی دی.

چين د ملګرو ملتونو د چاپيريال پروګرام له ادارې سره (( د يو کمربند او يوې لارې د زرغونې ابادۍ يادښت)) لاسليک کړی، د ايکولوژۍ او چاپيريال د ساتنې په برخه کې يې له اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره څه باندې ۵۰ همکاريز سندونه لاسليک کړي، د زرغونې ورېښمو لارې د استازو پلان يې عملي کړی او د ۱۲۰ هېوادونو لپاره يې د زرغون پرمختګ ۳۰۰۰ مسلکي وګړي روزلي دي.

چين د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو د ۱۵مې غونډې او د لندو ځمکو تړون د لاسليک کوونکو د ۱۴مې غونډې کوربه توب کړی او د بيولوژيکي تنوع د نړيوالې ادارې او د لندو ځمکو د ساتنې لپاره يې خدمتونه کړي دي.

وانګ ون بين زياته کړې، چين به له نړيوالې ټولنې سره د نړۍ د زرغون پرمختګ لپاره هڅې وکړي.