چین ميډیا ګروپ د چینایانو لپاره د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره وړاندې کوي
CMG2023/01/21 21:07:33
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ٢١مه نېټه د چين د کرنيز کال له وروستۍ نېټې سره برابره ده. چين ميډیا ګروپ د هر کرنيز کال د همدې نېټې په ماښام چینایانو ته د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره وړاندې کوي.

چين ميډيا ګروپ د چين له غوره کلتور، د خلکو له رښتيني ژوند او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له تمدنونو ځلاند ټکي او مهم موضوعات ترلاسه کړي او د عصري هنري تخنيکونو او نوې ټېکنالوژۍ په مټ يې د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره جوړه کړې، چې پکې يې د سندرو او نڅاوو، اوپراګانو او وو شو په ګډون مختلف پروګرامونه وړاندې کړي دي.

چين د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال ترسره کړه او له تېرو ۴۰ کالونو راهيسې د هر کال په يادې نېټې همدا ننداره ترسره کوي.

چينايان د کال د وروستۍ ورځې په شپه دغه ننداره ګوري او دا یې اوس يو مهم دود ګرځېدلی او هم په ټولې نړۍ کې د مېشتو چينايانو لپاره یو کلتوري فعاليت دی.

د مالوماتو له مخې، د نړۍ د ۱۷۰ هېوادونو او سیمو څه د پاسه ۷۰۰ رسنۍ به د چين د پسرلني اختر سږنۍ هنري ننداره په ژوندۍ بڼه خپره کړي.