چین ګانګ د افغانستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/01/22 11:14:04
شريکول:

 د چین د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ٢١مه نېټه د افغانستان د لنډ مهاليحکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امیر خان متقي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

 متقي چینایانو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله او ويې ويل، چې افغانستان به هېڅکله او هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه په ګټه اخيستنې سره د افغانستان او چين ترمنځ دوستي زيانمنه کړي او د چين ګټو ته زيان ورسوي او په ټینګه سره به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي. افغانستان به په خپل هېواد کې د چينایانو او چیني ادارو د امنيت د تأمين لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

 چین ګانګ وويل، چين له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريزو اړيکو ته پهډېره درنه سترګه ګوري، د تل په څېر د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا  او دغه راز د افغانانو انتخابونو او دين او عقيدې ته درناوی کوي. 

ده زیاته کړه، چې چین هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، هېڅکله په افغانستان کې د ځان د ګټو په لټه کې نه دی او هېڅکله تش په نامه د نفوذ ساحه نه غواړي.  چين د افغانستان د لنډ مهالي حکومت ملاتړ کوي، چې  پراخ بنسټه او ټول شموله سياسي جوړښت جوړ کړي، منځلارې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې پلې کړي،‌ د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره مبارزې وکړي او له نورو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه تګ راتګ پياوړی کړي. 

دغه راز چین ګانګ وویل، چې چين له کړېدلو افغانانو سره خواخوږي لري او غواړي د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره لا زياتې مرستې وکړي.