د نوي پرمختيايي بانک مرستيال: تمه کېږي چې د چين اقتصاد به قوي وده وکړي
CMG2023/01/22 11:15:55
شريکول:

 د نوي پرمختيايي بانک مرستيال ليسلي مسدورپ په دې وروستيو کې ویلي، چې په ۲۰۲۳م کال کې به د چين اقتصاد پياوړې وده وکړي او د نړيوال اقتصاد په بيا رغونه کې به مهم رول ولوبوي.

 مسدورپ د سويس په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل،چې د وبا د مخنيوي لپاره د چین د تګلارې تعدیل به د چين او نړۍ پر اقتصادي پرمختګ ډېره مثبته اغېزهوکړي. د ده په اند، که چیني شرکتونه د وبا له رامنځته کېدو مخکې تولیدي سویې ته اعاده شي، نو دا به د نړیوال سوداګریز جریان او د اکمالاتو لړۍ بیا رغونه  غښتلې کړي.