د چین د کليوالو چارو د سمسورتيا ملي ادارې خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې له بېوزلۍ څخه د وتلو خلکو د سړي سر عايد ۱۴۳۴۲ يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۴،۳ سلنه زيات شوی دی.
د یادې ادارې اړوند مسؤل وویل، چې دغه ادارې په ۲۰۲۲م کال کې له فقر څخه د وتلو خلکو د عاید پر زیاتوالي ټینګار وکړ او دا یې د فقر د کمولو د لاسته راوړنو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د بنسټیز اقدام په توګه وګاڼه.
ده زیاته کړه، چې یادې ادارې د کارموندنې او صنعت چارو ته ډېره پاملرنه کوي او د کرونا وبا د منفي اغېزو پر وړاندې یې ډېر اغېزمن اقدامات ترسره کړي، ترڅو له بېوزلۍ څخه د وتلو خلکو د ګمارنې کچه په ثابت ډول لوړه پاتې شي.