چين ميډيا ګروپ چينايانو ته د پسرلني اختر هنري ننداره وړاندې کړه
CMG2023/01/22 13:12:57
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۱مه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ د کال له وروستۍ ورځې سره برابره وه. د چين ميډيا ګروپ د همدې نېټې په ماښام د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې مېشتو چينايانو ته د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره وړاندې کړه.

چين  ميډيا ګروپ د چين له لاسته راوړنو او د خلکو له رښتيني ژوند ځلاند ټکي او مهم موضوعات  راټول کړي او د عصري هنري تخنيکونو او نوې ټېکنالوژۍ په مټ يې د ۲۰۲۳ م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره جوړه کړې، چې پکې يې د سندرو، نڅاوو، اوپراګانو او ووشو په ګډون مختلف ښايسته پروګرامونه وړاندې کړي دي. په دغې نندارې کې د اته کې (8K)، وي ار (VR) او اوډيو ويويډ (Audio Vivid) په شمول نوې ټېکنالوژي کارول شوې ده.

د لومړنې شمېرنې له مخې، د جنورۍ د ۲۱مې نېټې د شپې تر دوولسو بجو پورې په چين کې ۲۰ اعشاريه ۲۳ سلنه تلويزيوني کتونکو او د نويو رسنيو ۶۵۵ ميليونو کاروونکو د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره  کتلې او ډېرو انټرنيټ کاروونکو په  خپلو تبصرو کې د دغې نندارې ښايسته پروګرامونه ستايلي دي.

د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د دغې نندارې په اړه تر ۵۰۰ زيات خبرونه خپاره کړي او په نړۍ کې د دغو خبرونو د لوستلو شمېر له ۲۲۲ ميليونو څخه اوښتی دی. چين ميډيا ګروپ په ۶۸ ژبو نړيوالو کتوونکو ته د دغې نندارې خپرونې او يا خبرونه وړاندې کړي او د امريکا، کاڼادا، فرانسې، روسيې، هند، عربي متحده اماراتو او جنوبي افريقا په شمول د ۱۷۰ هېوادونو او سيمو څه باندې زرو خبري رسنيو د دغې نندارې ژوندۍ خپرونې او يا راپورونه خپاره کړي دي.

بر سېره پر دې، چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د هنري نندارې د ورپېژندنې ويډيوګانې د نړۍ پر ۱۶۰۰ لويو او فلمي پردو او د بېلا بېلو مشهورو ودانيو مخې ته پر ټلويزيوني پردو نندارې ته وړاندې کړي او د نړۍ د زياتو ځايونو پر مشهورو نمونوي ودانيو يې د څراغونو چيني سور رنګ پوښلی، څو د دغه اختر د مبارکۍ پيغام د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته واستوي. د چین ميډيا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې د پېژندنې ويډيو په لومړي‌ ځل د امريکا د نيويارک او واشينګټن په شمول د ۵ لويو ښارونو پر ۷۲۲ فلمي پردو نندارې ته وړاندې شوې ده او دا هم لومړی ځل دی، چې دغه ويډيو د نيويارک ټايمز ډګر او امپيري سټېټ ودانۍ او د وانکوير کاناډا ډګر کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال کې خپره شوه. په تېرو مسلسلو۴۰ کالونو کې د هر کال د وروستۍ  ورځې په ماښام په ژوندۍ بڼه خپريږي او اوس یې لیدنه د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره د چينايانو دود ګرځېدلی دی.

د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په نړۍ کې د نورو نندارو په پر تله ډېر کتونکي لري او د ګېنز نړيوالو ريکاډونو په کتاب کې هم ثبت  شوې ده.

ښايسته پروګرامونه

د نړۍ پر لويو فلمي او ټلويزيوني پردو د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د پېژندنې ويډيوګانې خپرې شوې