د جنورۍ په ۲۱مه نېټه، د شن جو د پنځلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلو د پسرلني جشن په پار د ويډيو له لارې چين او چينايانو ته مبارکي وویله.
دا د چين د فضايي سټېشن له جوړېدو وروسته لومړی پسرلنی جشن دی. د ۲۰۲۱م کال د اپريل په ۲۹مه نېټه، د فضايي سټشن د تيان هه په نوم مرکزي برخه په بريالي ډول لرې فضا ته توغول شوی. له هغه وروسته په دوو کلونو کې چين د فضايي سټشن اساسي چوکاټ جوړ کړی، چې دتيان هه مرکزي برخه او د ون تيان او منګ تيان په نوم دوه فضایي لابراتوارونه پکې شامل دي، چې په دې سره چين يو دولتي فضايي لابراتوار خپل کړی دی.
د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۹مه نېټه، ستورمزلي فې جون لونګ، دنګ چينګ مينګ او جانګ لو د شن جو پنځلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ له لارې فضا ته ورغلي او هلته به يې نيم کال پاتې شي.