د چين د پسرلني جشن د رارسېدو په درشل کې، په يونيسکو کې د چين دايمي پلاوي او په بهر کې د چين سفارتونو او کنسولېټونو د دې جشن په پار مېلمستياوې جوړې کړې، چې د بېلابېلو برخو مېلمنو يو بل ته مبارکي وویله او هيله يې وښوده، چې چين به په نوي کال کې له اړوندو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو سره خپلمنځي همکارۍ ژورې او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي.
د يونيسکو د عمومي مدير ځانګړي استازي مادوګو په دې مېلمستيا کې ويلي، چې يونيسکو اوس له چين سره يو ځای د نړيوال تعليم د پرمختګ، د کلتوري ميراثونو د ساتنې او د اقليمي بدلون د کمښت په برخو کې هڅه کوي. هيله يې ښودلې، چې نړیوالې همکارۍ او څو اړخيزتوب به په نوي کال کې بېلابېلو هېوادونو او يونيسکو ته سمسورتيا ورکړي.