د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ مشر: چين د زرغونې انرژۍ د تخنيکي پرمختګ مهمه قوه ده
CMG2023/01/22 12:20:26
شريکول:

د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ مشر فتح بيرول څو ورځې مخکې د اقتصاد نړيوال فورم د کلنۍ غونډې په ترڅ کې له سينهوا اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې  وویل، چې چين د زرغونې انرژۍ د تخنيکي پرمختګ مهمه قوه ده.

بيرول په داووس کې خبريال ته  وویل، چې چين د زرغونې انرژۍ د تخنيک مهم محرک دی او‌ د لمريزې انرژۍ، بادي‌ انرژۍ او د برېښنايي موټرونو په برخو کې يې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی.

نوموړي د انرژۍ د بيې د تمايل په اړه  وویل، چې د جغرافیایي سياست او د انرژۍ  د نړيوالو اړتياوو له امله د انرژۍ د بيې راتلونکې بدلون لا معلوم نه دی. ۲۰۲۳م کال به د انرژۍ د بازار لپاره يو ډېر سخت کال وي.