د چین ميډیا ګروپ د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې په کور دننه او بهر د خلکو پاملرنه راجلب کړې
CMG2023/01/23 11:38:44
شريکول:

چین ميډیا ګروپ د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره په بېلا بېلو ټلويزيونونو او نورو رسنيزو ډ‌ګرونو خپره کړې او د جنورۍ د ۲۲مې نېټې د سهار تر ۲ بجو پورې یې د کتونکو شمېر ۱۱ ميليارډو ته رسېدلی، چې پکې ۵۰ اعشاريه ۵۱ سلنه يې له ۱۵ څخه تر ۴۴ کلنۍ ځوانان ياد شوي دي.

 د چین ميډیا ګروپ د سي جي ټي اېن (CGTN) د انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو چینلونو او د نورو ۶۸ ژبو څانګو نويو رسنيزو ډګرونو د امریکا، کاناډا، روسیې او جاپان په شمول د ۱۷۳ هېوادونو او سیمو له څه باندې ۱۰۰۰ رسنیو سره په ګډې همکارۍ د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې په اړه ژوندۍ خپرونې او راپورونه ورکړي دي.

د مالوماتو له مخې، د جنورۍ د ۲۲مې نېټې د سهار تر ۸ بجو پورې،‌ د سي جي ټي اېن (CGTN)په ټولو رسنيزو ډګرونو کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې په اړه ۱۹۰۸ راپورونه خپاره شوي، چې د کتلو اندازه يې له ۲۷۷میلیونو پورته ښودل شوې ده.