اندونيزيا د چيني سيلانيانو د لومړۍ جوپې هرکلی وکړ
CMG2023/01/23 15:26:11
شريکول:

د اندونيزيا د سيلانيزو چارو وزارت او د بالي ټاپو سيمه ييز حکومت د جنورۍ په ۲۲مې نېټې په ځانګړو مراسمو د چين د لومړۍ جوپې سيلانيانو هرکلی کړی دی.

د مالوماتو له مخې، اندونيزيا ته د ۲۰۲۳م کال کې د چيني سيلانيانو لومړۍ جوپه د چين له شن جن ښار څخه تللې ده.

د اندونيزيا د بالي ټاپو والي کوسټ په همدې ورځ د چيني سيلانيانو د هرکلي په مراسمو کې ګډون کړی و او رسنيو سره يې په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د چين پراخ بازار ته په درنه سترګه ګوري او د چيني سیلانيانو هر کلی کوي، چې د اندونيزيا له ښکلو سیمو او منظرو لېدنه وکړي. په تېرو ډېرو کالونو کې، له چين څخه بالي ټاپو ته ډېر سيلانيان ورغلې دي. د کرونا وبا له خپرېدو مخکې وختونو کې،  اندونيزيا ته د چيني سیلانيانو کلنی منځنی شمېر له ۱ ميليون  او ۴۰۰ زرو پورته ښودل شوی دی. چيني سیلانيانو اوس بیا اندونيزيا ته مخه کړې او عامه باور دا دی، چې چيني سیلانيان به يو ځل بیا د بالي ټاپو د سيلانيزو چارو پرمختګ او سمسورتيا په خوځښت راولي.