د ګڼو هېوادونو مشرانو چينايانو ته د نوي کال مبارکي ويلې
CMG2023/01/23 11:24:28
شريکول:

د نړۍ د ګڼو هېوادونو سياستوالو، د نړيوالو سازمانونو استازو او د بېلا بېلو برخو خلکو د چين د پسرلني اختر په مناسبت چينايانو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

د کستاريکا ولسمشر روډريګو چاويس د پسرلني اختر په مناسبت ټولو چينايانو ته  د نوي کال مبارکي ويلي او هيله يې ښودلې، چې چينايان او د نړۍ ټول خلک په سوی کال کې بريالی او خوندي ژوند ولري.

د مولداوې لومړۍ وزيرې ناتاليا ګاوريليچا د مبارکۍ پيغام کې د حکومت په استازيتوب چينايانو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي او هيله يې ښودلې، چې د چين هر وګړی په نوي کال کې خوښ او ارام ژوند ولري.

 

د روسيې د کلتور وزير، د زامبيا د مالوماتو او رسنيو د ادارې مشر، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس سرمنشې او د نړۍ د واکسين اتحاد مشر هم چينايانو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.