د سوداګرۍ نړیوال سازمان عمومي مدیره: چین د نړۍ د ودې اېنجن دی
CMG2023/01/23 11:39:41
شريکول:

 د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۳م کال کلنۍ غونډه د جنورۍ په شلمې نېټې په داووس کې پای ته ورسېده. 

د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدیرې نګوزي اوکونجو ايويلا له يادې غونډې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې نړۍ لا هم د کرونا وبا له اغېزو خوندي نه ده، خو وضعيت یې په ښه کېدو بللی او د چين د سرحدونو بيا پرانيستنه يې د نړۍ لپاره يو مثبت فکتور ګڼلی دی.

 ایویلا ویلي، چې د چينايانو مصرفي اړتياوې به نورو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي او د چين تولیدي صنعت به عادي حالت ته وګرځوي او دا یې د نړیوال اقتصاد لپاره ښه زېری بللی دی.

نوموړې چين د نړۍ د پرمختګ اېنجن یاد کړی او پرانيستي سرحدونه يې د ټولو هېوادونو په ګټه بللي دي.

ایویلا د خبرو په پای کې چینایانو ته د نوي کال مبارکي هم ويلې ده.