پرانيستی چين نړۍ ته لا زيات فرصتونه وړاندې کوي
CMG2023/01/23 15:35:00
شريکول:

"پرانيستې همکارۍ" په نوې زمانه کې د چين د ډيپلوماسۍ يوه کليدي برخه ده. بهر ته د چين د پرانيستلو او له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د همکارۍ د ژورتيا ګامونه د نړيوالو اقتصادي خطرونو له  راغونډېدو سره سره هېڅکله نه دی ختم شوی. د چين د دولت رييس شي جين پينګ څو څو ځلې په نړيوالو غونډو کې د دغه هېواد د ورخلاصون وړانديز بيان کړی، د اقتصاد د نړيوال کېدو پياوړی غږ يې لېږلی او هيله يې ښودلې چې يو پرانيستی چين به د نړۍ د پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي.  

د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د جنورۍ په نيمايي کې تازه شمېره خپره کړه او له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د لومړي ځل لپاره له ۴۰ ټريليونو يوانو څخه اوښتی او دغه رقم يو نوی ريکارډ جوړ کړی. دغه راز چين په مسلسلو شپږو کلونو کې د توکو د معاملو په برخه کې د نړۍ تر ټولو د لوی سوداګر هېواد په توګه خپل مقام ساتلی دی.

د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۶مه نېټه، رييس شي جين پينګ چې اندونيزيا ته سفر کاوه، په بالي ټاپو کې د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره د جاکارتا – باندونګ د ګړندي اورګاډي پټلۍ د ازمايښتي فعاليت ننداره وکړه. د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ د یوې مهمې پروژې په توګه، د جاکارتا – باندونګ د ګړندي اورګاډي پټلۍ په اندونیزیا او جنوب ختیځې اسیا کې لومړۍ ګړندۍ پټلۍ ګڼل کېږي چې له پرانیستلو وروسته به يې د جاکارتا او باندونګ ترمنځ د تګ راتګ وخت له ۳ ساعتونو څخه ۴۰ دقیقو ته کم شي. رييس شي وويل چې دغه پټلۍ به نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي، بلکې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو او ګډو ګټو د هڅولو يوه بېلګه به وګرځي او په سیمه يیزه او نړیواله کچه به يې خپله مثبته اغېزه هم وکړي.

د يو اړخيزتوب او محافظت پالنې د څرګند پورته والي له امله، د بېلا بېلو هېوادونو د ورخلاصون شاخص ټيټ شوی دی، خو چين بهر ته خپله دروازه لا پراخه کړې او له نورو هېوادونو سره يې د همکارۍ د ژورتيا ګامونه هېڅکله نه دي درولي. په ۲۰۲۲م کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ حجم د د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي پر وړاندې ۱۹.۴ سلنه زيات شوی دی، د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډو شمېر زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی، ډېرو مهمو او لويو پروژو لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۸مه نېټه، رييس شي د APEC د غړو هېوادونو او سيمو د مشرانو په غير رسمي غونډه کې اعلان وکړ، چې چين به په ۲۰۲۳م کال کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ ۳مه سرمشريزه جوړه کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ د پرمختګ لپاره به يې نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

په دې وروستيو کلونو کې، چين هر کال نړيوال وارداتي نندارتون، د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون، د صادراتو او وارداتو نړيوال نندارتون او د مصرفي توکو نړيوال نندارتون جوړ کړی، د بهرنۍ پانګونې د لاسرسي منفي ليست يې په دوامداره توګه لنډ کړی، د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر يې پرانيستی، د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون (RCEP) يې په لوړ کيفيت سره پلی کړی او د ټرانس-پیسيفک د هراړخيز او پرمختللي همکارۍ  تړون او د ډيجيټلي اقتصادي مشارکت تړون کې يې په فعاله توګه ګډون کړی دی.

د ۲۰۲۲م کال د نړيوال اقتصادي ورخلاصون په راپور کې دې ته اشاره شوې: چين چې د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره د خوځنده ځواکونو په اصلي سرچينه بدل شوی، د لوړې کچې ورخلاصون په برخه کې سترې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې او د بازاري فرصتونو د شريکولو او د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې په ساحه کې يې خپل مسئوليت پر غاړه اخيستی دی. د ۲۰۲۲م کال د جون په مياشت کې رييس شي د چين په کوربه توب د نړيوال پرمختګ په لوړ پوړي ډيالوګ کې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره د چين ۳۲ اقدامات اعلان کړي او د نړيوال پرمختګ د همکاريزو اړيکو د ټينګولو غوښتنه يې هم وړاندې کړې ده.

يو پرانيستی چين به خامخا د خپل مداوم پرمختګ له لارې نړۍ ته لا زيات فرصتونه برابر کړي.

 (ژباړه: شکريه)