په چين کې له پسرلني اختر مخکې ۱۵ ورځو کې ۱۱۰ ميليونو خلکو په اورګاډو کې سفرونه کړي
CMG2023/01/23 10:44:58
شريکول:

 

د چين رېل پټلۍ ملي ادارې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، په دغه هېواد کې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۷مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې په اورګاډو کې د خلکو تګ راتګ ډېر زيات شوی دی.

يادې ادارې ويلي، چې د چين د پسرلني اختر له پېل ۱۵ ورځو کې شاوخوا ۱۱۰ ميليونو مسافرو په اورګاډو کې تګ راتګ کړی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو ۲۳ ميليونه او ۴۸۶ زره زیاتوالی ښيي او په ورته وخت کې په چين کې د اورګاډو له لارې د لېږدولو شويو مالونو اندازه ۱۵۵ میليونو او ۹۲۰ زرو ټنو ته رسېدلې ده.