چين په ترکیې کې ګړندۍ مېټرو يا د ځمکې لاندې رېل پټلۍ جوړه کړې او د جنورۍ په ۲۲مې نېټې يې چارې بشپړې او فعاليت ته يې تیاره کړه.
دغه مېټرو د ترکيې په تاريخ کې تر ټولو چټکه مېټرو ده، چې د استانبول ښار او هوايي ډګر ترمنځ غځېدلې ده.
د دغې مېټرو اورګاډي د چيني تصديو لخوا جوړ شوي، چې په هر يوه کې يې ۱۱۰۰ کسان سفر کولی شي.
د مالوماتو له مخې، دا په يوه بهرني هېواد کې د مېټرو جوړونې په برخې کې د چين لومړۍ پروژه وه، چې اورګاډي يې په اټوماټيک سيسټم سمبال دي او په ساعت کې يې سرعت ۱۲۰ کيلومترو ته رسيږي.