د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت ادارې په دې وروستیو کې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې ۱۲ ميليونه او ۶۰ زره کسان پر نويو دندو ګمارل شوي، چې په دې سره د چين حکومت د ۲۰۲۲م کال د استخدام موخه بشپړه شوې ده.
د چين حکومت موخه درلوده، چې په ۲۰۲۲م کال کې به ۱۱ ميليونه خلک پر دندو ګوماري.
د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د کليوالو کارګرانو عمومي شمېر ۲۹۵ ميليونه او ۶۲۰ زرو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال په پرتله ۳ ميليونه او ۱۱۰ زره زياتوالی ښيي او د ۲۰۱۹م کال د ورته شمېر اندازې څخه زيات دی.