د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امیرعبداللهیان د جنورۍ په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د اټومي تړون د خبرو ښکېلې خواوې ياد تړون ته د ورګرځېدو په پار د مالوماتو په تبادلې او مذاکراتو بوختې دي.
عبداللهیان ويلي، چې د ايران اټومي تړون ته د ور ګرځېدو د خبرو ښکېلې خواوې به د وروستۍ پرېکړې تدبيرونه تائيد کړي او په خبره یې، له دغو تدبیرو څخه يو به یې په نږدې راتلونکې کې تر سره شي.
نوموړي په ډيپلوماتيکو چارو کې د مالوماتو تبادله ډېره مهمه بللې او ويلي یې دي، چې د ايران اټومي تړون ته د ورګرځېدو د خبرو اترو پلاوی يې په مذکراتو کې د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.