پوتين: د دې احتمال شته، چې یوریشیان اقتصادي ټولنه په څو قطبي نړۍ کې ښه ځای خپل کړي
CMG2023/01/24 11:18:44
شريکول:

کريملين ماڼۍ د جنورۍ په ٢٣مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په قول خبر ورکړی، چې ښايي یوریشیان اقتصادي ټولنه (Eurasian Economic Union) په څو قطبي نړۍ کې په یوه قطب بدله شي.

نوموړي ويلي، چې یوریشیان اقتصادي ټولنه د نړيوالو همکاريو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او دغه ټولنه کولی شي، چې د اسيا او اروپا ترمنځ د پراخو همکاريو مهم ډګر وګرځي.

پوتین له يادې ټولنې څخه غوښتي، چې يو اوږدمهاله انکشافي پلان جوړ کړي او له ۲۰۳۰م کال څخه تر ۲۰۴۵م کال پورې خپله انکشافي نقشه وټاکي. (ژباړه: شکريه)