د چين د نوې انرژۍ موټرونو د تولید او پلور اندازې له تېرو ۸ کالونو راهیسې په نړۍ کې لومړی ځای ساتلی
CMG2023/01/24 11:44:05
شريکول:

د چین د موټر صنايعو ټولنې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې ۲۰۲۲م کال کې په په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ موټرونو د توليد عمومي شمېر ۷ ميليونه او ۵۸ زرو ته او د پلور عمومي شمېر يې ۶ ميليونه او ۸۸۷ زرو ته رسېدلی دی، چې دغه دواړه شمېرې د ۲۰۲۱م کال په پرتله په جلا جلا توګه ۹۶.۹ سلنه او ۹۳.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

چين له تېرو مسلسلو ۸ کالونو راهیسې په نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرونو د توليد او پلور په برخو کې لومړی مقام ساتلی دی.

د مالوماتو له مخې، په نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرونو د پلور په ۱۰ مخکښو تصديو کې ۳ چيني تصدۍ شاملې دي او ۶ چيني تصدۍ بیا د برېښنايي بیټرۍ په ۱۰ مخکښو لويو تصديو کې شاملې دي.

(ژباړه: شکريه)