د چين د دولتي شورا د پسرلني اختر د ټرانسپورټي چارو کاري ډلې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د جنورۍ په ۲۳مه نېټه، يعنې د چين د کرنيزې جنترۍ د نوي کال په دوهمې نېټې په دغه هېواد کې شاو خوا ۲۳ ميليونو او ۵۲۵ زرو وګړو په اورګاډيو، موټرونو، کښتيو او الوتکو کې سفرونه کړي، چې دا رقم د ۲۰۱۹م کال د همدې نېټې په پرتله ۵۰،۸ سلنه کموالی او د ۲۰۲۲م کال د همدې نېټې په پرتله ۶۷،۷ سلنه زياتوالی ښيي.