بورکينافاسو له فرانسې غوښتي، چې له هېواده يې ځواکونه وباسي
CMG2023/01/24 11:44:14
شريکول:

د بورکينافاسو د لنډمهالي حکومت ویاند ويدراوګو د جنورۍ په ۲۳مې نېټې ويلي، چې هېواد يې له فرانسې سره پوځي تړون لغوه کړی او ترې غوښتي يې دي، چې په يوې میاشتې کې دننه خپل ځواکونه له بورکينافاسو وباسي.

سلګونو خلکو د بورکينافاسو په پلازمېنې اواګادوګو کې د جنورۍ په ۲۰مې نېټې لاريون کړی او په خپلو شعارونو کې يې له فرانسې غوښتنه کوله، چې له هېواده يې ځواکونه وباسي.

بورکينافاسو اژانس د جنورۍ په ۲۱مې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد لنډدمهالي حکومت له فرانسې سره هغه پوځي تړون لغوه اعلان کړی، چې د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر کې يې لاسليک او نافذ کړی و. فرانسې د ياد پوځي تړون له مخې اجازه درلوده، چې په بورکينافاسو کې خپل ځواکونه مېشت کړي.