الجزاير او ايټاليا د انرژۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کوي
CMG2023/01/24 11:15:38
شريکول:

د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون د جنورۍ په ٢٣مې نېټې د دغه هېواد په پلازمينې الجزايرې کې د ايټاليا له لومړۍ وزيرې جیورجيا ميلوني سره لېدلي او د انرژۍ د همکاريو په پياوړتيا يې ورسره خبرې کړې دي.

دواړو هېوادونو د ګازو د يوې نل لیکې په جوړولو موافقه کړې ده.

ولسمشر عبدالمجيد تبون په يوې ګډې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې الجزایر او ايټاليې يو نوی تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې له الجزایر څخه ايټاليې ته د طبیعي ګازو او هایدروجن نوی پايپ لاین وغځيږي.

ميرمن میلوني ويلي، چې اروپا اوسمهال د انرژ‎ۍ له بحران سره مخ ده او ایټالیا غواړي له الجزایر څخه زيات ګاز وليږدوي.

نوموړې ويلي، چې هېواد يې غواړي، له الجزاير سره په بېلا بېلو برخو کې راشه ـ درشه پراخه کړي او د ډیجیټل ابادۍ، مخابراتو، بایو میډیسن (Biomedicine)، صنعت او نوې انرژۍ په برخو کې ورسره همکارۍ پیاوړې کړي. (ژباړه: شکريه)