د امريکا د تحقیقاتي راپورونو خبريال مټ تایبي په دې وروستیو کې د ټوېټر یو شمیر داخلي اسناد خپاره کړي، چې له مخې يې د امريکا د تحقيقاتو فدرالي اداره، د استخباراتو مرکزي اداره او ځينې نورې ادارې د سایبر معلوماتي جګړې د ترسره کولو او د عامه افکارو د کنټرول هدف ته د رسېدو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې پراخې لاسوهنې کوي.
تايبي څو ورځې وړاندې له رشیا ټوډۍ ټي وي(Russia Today TV) سره په مرکې کې په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا د لاسوهنې حقيقتونه په ډېر تفصیل سره بیان کړي دي.
نوموړي ویلي، چې د امريکا د تحقيقاتو فدرالي اداره، د استخباراتو مرکزي اداره، د ملي امنیت اداره، بهرنیو چارو وزارت، ماليې وزارت او نورې حکومتي ادارې هره ورځ ټوېټر ته د زرګونو حسابونو لېست ورکوي او د بندېدو غوښتنه ترې کوي. (ژباړه: شکريه)