ترکيې په ناټو کې د سويډن د شاملېدو ملاتړ رد کړی
CMG2023/01/24 11:50:14
شريکول:

 يوه کس په سويډن کې د جنورۍ په ۲۱مې نېټې د ترکيې سفارت د دروازې مخې ته لاريون ترسره کړی دی.

د ترکيې حکومت وايي، چې دغه کس د سويډن د حکومت په ملاتړ لاريون ترسره کړی او هېواد يې اړ شوی، چې له ترکيې څخه د سويډن د ملي دفاع وزير لېدنه لغوه کړي.

د ترکيې ولسمشر رجيب تایب اردوغان د جنورۍ په ۲۳مې نېټې ویلي، چې د يادې پېښې له امله هېواد يې په ناټو کې د سويډن شاملېدو سره مخالفت کوي او زياته کړې يې ده، چې سويډن به د ترکيې ملاتړ ترلاسه نه کړي.

د ناټو د مقرراتو له مخې، دغه سازمان په هغه صورت کې نوي غړي منلی شي، چې ټول ۳۰ غړي يې په اړه مثبته رایه ورکړي.