د روسيې بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې له ايسونيا سره یې د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه د لنډمهال شارژدافير کچې ته ټيټه کړې ده.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په مسکو کې د ايسونيا سفير احضار کړی او د ايسونيا د حکومت د ځينو کړنو له امله يې سخت اعتراض ورته وړاندې کړی دی او له نوموړي یې غوښتي، چې د راتلونکې فبرورۍ تر اوومې نېټې له دغه هېواده ووځي.
اعلاميه زياتوي، چې د ايسونيا حکومت د روسیې پر وړاندې غیر دوستانه اقدام غوره کړی او په دغه هېواد کې يې د روسيې سفارت د کارکوونکو شمېر ډېر کم کړی دی.
روسیې ويلي، چې د ايسونيا له دې کړنې څخه څرګندېږي، چې دغه هېواد د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو ته دوام ورکوي.
(ژباړه: شکريه)