نندارچيانو په پسرلني اختر کې د چيني فلمونو هرکلی کړی
CMG2023/01/24 15:07:47
شريکول:

د چين د فلمونو ملي ادارې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د جنورۍ د ۲۳مې نېټې د ماښام تر ۶ بجو پورې د دغه هېواد په سينماګانو کې د فلمونو د پلورل شويو ټکټونو اندازه له ۲ ميليارډو يوانو څخه اوښتې وه.

د مالوماتو له مخې، ۷ نوي چيني فلمونه د پسرلني اختر په موده کې د دغه هېواد په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوي، چې پکې د کوميډي، کارتون، سپورټ او ساينسي نړۍ په شمول د مختلفو مضوعاتو فلمونه شامل دي.