د اروپايي ټولنې کمېسيون د جنورۍ په ۲۴مې نېټې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې وړانديز کړی، چې مالدووا سره ۱۴۵ ميليونه يورو اضافي مرسته وکړي، چې په دې سره به له دغه هېواد سره د اروپايي ټولنې د مرستو اندازه ۲۹۵ ميليونه يورو ته ورسیږي.
اعلاميه وايي، چې د مالدووا اقتصاد د اوکراين د کړکېچ او د انرژۍ بحران له امله سخت زیانمن شوی او په ورته وخت کې ګڼ شمېر اوکرايني کډوال دغه هېواد ته ننوتلي دي، نو ځکه اروپايي ټولنه په پام کې لري، چې د دغه هېواد له اقتصادي پرمختګ او اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړي.
د اروپايي ټولنې کميسيون به دغه وړانديز اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې شورا سنجش ته وړاندې کړي او ياد نهادونه به یې په اړه پرېکړه وکړي.