د لاتيني امريکا او کارابين سیمې هېوادونو ۷مه سرمشریزه پای ته ورسېده
CMG2023/01/25 12:40:57
شريکول:

د لاتيني امريکا او کارابين سیمې د هېوادونو ټولنې اوومه سرمشريزه د جنورۍ د ۲۴مې نېټې په شپه د ارجنټاين په پلازمېنې بوينوس ايرس کې د يوې اعلاميې په خپرېدو پای ته ورسېده.

 د یادې ټولنې د ۳۳ غړو هېوادونو استازو د بوينوس ايرس اعلاميه لاسلیک کړې ده.

 په اعلامیه کې ویل شوي، چې د لاتيني امريکا او کارابين سیمې ټولو هېوادونو ژمنه کړې، چې په ګډه به د سیمې دخلکو حقونه او ګټې ساتي او د سیمه ییز ادغام پروسه به ګړندی کوي.

 په يادې اعلاميې کې پر کيوبا، وينزويلا او د لاتيني امريکا پر ځينو نورو هېوادونو د امريکې متحده ایالاتو بنديزونهاو انزوا له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې بلل شوي دي.
اعلاميه وايي، چې د متحده ایالاتو بنديزونو د اړوندو هېوادونو د خلکو حقونو او ګټو ته سخت زيانونه رسولي او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې خپلې نامناسبې کړنې پای ته ورسوي.