روسيه پلان لري، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې په فضايي مدار کې د سپوږمکیو شمېر زرو ته پورته کړي
CMG2023/01/25 13:25:08
شريکول:

د روسيې د فضايي چارو شرکت عمومي مدير يوري بوريسوف د جنورۍ په ۲۴مې نېټې ويلي، چې هېواد يې پلان لري، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې په فضايي مدار کې د سپوږمکيو شمېر له ۲۰۰څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ته پورته کړي.

د روسيې د ايتارتاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې يوري بوريسوف په همدې ورځ په مسکو کې د فضايي چارو یوې غونډې ته ويلي، چې روسيه باید د یادې موخې د پوره کولو لپاره هر کال۲۵۰ مصنوعي سپوږمکۍ توليد کړي او  په عین وخت کې په فضايي مدار کې د زړو سپوږمکيو بدلولو ته په کتو، تر ۲۰۳۰م کال پورې باید د سپوږمکيو کلنۍ توليدي اندازه يې ۳۰۰ یا ۳۵۰ ته زياته کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې روسیه به زر سپوږمکۍ د مخابراتو او د هوا پېژندنې او د لارو د لارښود په شمول ډېرو برخو کې وکاروي.