د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد مبارزې ادارې د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د انساني قاچاق نړيوال راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، په نړۍ کې په ۲۰۲۰م کال کې ټولټال ۴۶۸۵۰ کسان قاچاق شوي، چې دغه شمېر د ۲۰۱۹ م کال په پرتله په سلو کې ۱۱ کموالی ښيي او د دغه شمېر د کمښت عمده لامل يې دا ښودلی، چې په منځني او ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې د قاچاق شويو کسانو شمېر کم شوی دی.
په نړۍ کې د کرونا وبا تر اغېزو لاندې د خلکو تګ راتګ کم شوی او په عین وخت کې د انساني قاچاق کړنې هم کمې شوي، خو د قانون اجرا کوونکي لا هم د قاچاق شويو کسانو په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په ۲۰۲۰م کال کې، په ټولې نړۍ کې د انساني قاچاق د مجرمینو شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله په سلو کې ۲۷ کم شوی دی.